ګرانډي: پاکستان دې افغان کډوال تروریستان نه ګڼي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر له پاکستانه غوښتنه وکړه چې افغان کډوال د تروریستي فعالیتونو مسئول ونه ګڼي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، فلیپو ګرانډې پرون پنجشنبې په پاکستان کې وویل چې کډوال تروریستان نه دي.

فلیپوګرانډي زیاته کړه:

"زما غوښتنه یوازې د پاکستان له حکومته نه ده، زه له خلکو هم غواړم وپوهیږي چې افغان کډاول تروریستان نه دي او که د هغوی له منځه ځیني کسان په جرایمو کې لاس لري، باید له قانوني لارو وڅارل شي."

ښاغلي ګرانډې همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې له څه باندې دوه میلیون افغان کډوالو سره مرستې زیاتې کړي.

رپوټونه وايي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار روانه اوونۍ یوه پاکستاني ټلویزیون ته وویل چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو کېمپونه تروریستانو ته په "امن ځای" بدل شوي دي.