په برېتانیا کې نن په دې اړه چې ایا دا هېواد په اروپایي ټولنې کې پاتې شي که ترې ووځي ټولپوښتنه روانه ده.
له ۱۹۷۵ کال راهیسې چې برتانویانو د وخت په اروپايي اقتصادي ټولنه کې د ګډون لپاره رایې ورکړې دا لومړی ځل دی چې دوی په داسې یوه ټولپوښتنه کې ګډون کوي.
صدراعظم ډیويډکامیرون چې په اروپایي ټولنه کې د برتانیا د پاتې کیدو پلوي دی، پرون په برمینګهم ښار کې د کمپاین پر مهال یوځل بیا په دې ټولنه کې د برتانیا د پاتې کیدو ملاتړ وکړ:
"هغه ستره بریتانیا چې زه یې غواړم حتی که تر دې هم پراخه شي له صحنې نه وځي، لاس نه اخلي بلکه پاتې کیږي او مبارزه کوي."
د دې ټولپوښتنې نتیجې لزوماً د عملي کیدو وړ نه دي ځکه د رایو د نتیجې په اړه وروستۍ پریکړه پارلمان کوي. په دې اړه له پراخو کمپاینونو وروسته مقدماتي نتایج ښيي چې په اروپايي ټولنه کې د برتانیا د پاتې کیدو یا وتو په اړه د رای ورکولو د وړ ۴۶،۵ میلیون وګړو د رایو نتایج ښايي ډیر نژدې وي.