محمد اشرف غني د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته تللی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته تللی څو د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې برخه واخلي.

د جمهور رییس مرستیال ویاند دوا خانه مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشربه په دې دوه ورځنۍ غونډه کې پر امنیتي وضعیت، د ګواښونو د مخنیوي په لارو چارو او سیمه ییزو اقتصادي فرصتونو خبرې وکړي.

ولسمشرغني به په دغه سفر کې د ازبکستان له ولسمشر او د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

د ارګ ماڼۍ د یوه بیان له مخې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی او ځینې نور لوړپوړي دولتي چارواکي ملګرتیا کوي.