د ننګرهار په کوټ کې هوايي حملې ۴داعشیان ووژل

په ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې دهوايي حملې له امله ۴ داعشيان وژل شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي، تېر ماښام ناوخته د کوټ ولسوالۍ په پرشاه خیلو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي دي او یو شمېر وسلې او مهمات یېهم لمنځه تللي دي .

نوموړی وايي، په دغه برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .