د اروپایي ټولنې مشرانو د بریتانیا له خلکو وغوښتل چې له اروپایي ټولنې د وتلو تر پریکړې مخکې، ښه فکر وکړي.
په بریتانیا کې نن ټولپوښتنه کیږي چې دغه هېواد په اروپایي ټولنې کې پاتې شي، که ترې ووځي.
د بریتانیا صدراعظم ډیويډ کامرون چې په اروپایي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو ملاتړی دی، پرون په برمینګهم کې د کمپاین په ترڅ کې یو ځل بیا په دې ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو ملاتړ وکړاو ویې ویل:
"هغه لویه بریتانیا چې زه یې غواړم که هغه له دې پراخ هېواد هم وي، له صحنې نه وځي. هغه لاس نه اخلي بلکه پاتې کیږي او مبارزه کوي."
د دې ټولپوښتنې په درشل کې د اروپایي کمېسیون مشر جین کلاود یونکر وویل چې نظر پوښتنه به ومنو، که ووتل وتلي به وي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ خبرداری ورکړ چې دا وتل راګرځیدل نه لري.
اولانډ زیاته کړه چې له دې سره به بریتانیا ته ګرانه شي چې د اروپایي ټولنې ګډ بازار ته سمه لاره پیدا کړي.
د ایټالیا د صدراعظم ماتیو رینزي په وینا ویل شوي دي چې دا ټولپوښتنه په خپله یوه سهوه ده چې برخه وال به یې بیا خپله زیان وویني.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې پاشلې اروپا داسې بې ثباتي راولي چې پیشګویي یې نه شي کیدلی.