پنټاګون وايي، د ګوانتنامو یو یمني بندي یې مونټینیګرو ته استولی

پنټاګون اعلان وکړ چې د ګوانتنامو له زندانه د بندیانو د خوشې کولو په نوي بهیر کې یې یو یمني بندي مونټینیګرو ته استولی دی.

امریکایي چارواکو د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ کې عبدالمالک عبدلوهاب الرهابي د خوشې کېدو وړ بللی و خو د بارک اوباما ادارې د ګوانتنامو بندیان بېرته یمن ته ځکه نه شي استولی چې هلته کورنۍ جګړه روانه ده.

د بل دولت موندلو چې دغه د القاعده پخوانی ساتونکی ومني، دوه کاله وخت ونیو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي لي ولوفسکي Lee Wolosky د چهارشنبې په ورځ وویل، متحده ایالات د مونټینیګرو منندوی دی چې روان کال د دوهم بندي د منلو لپاره یې لېوالتیا ښکاره کړې وه.

هغه اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل، مونټینیګرو په اروپا کې د امریکا له نورو ملګرو او متحدینو سره چې بندیان په خپله خاوره کې مني، یو ځای شوی چې دا کار به موږ هغه ګډ هدف ته نورهم ورنژدې کړي چې د دغه زندان د تړلو لپاره یې لرو.

په ګوانتنامو زندان کې اوس ۷۹ بندیان ساتل کیږي. د دوی ۲۹یې

د دې وړ پیژندل شوي چې یا بېرته خپلو هېواونو ته واستول شي یا هم په درېیم هېواد کې ځای ځای پرځای شي.

چارواکي تمه کوي چې دغه د خوشې کېدو وړ بندیان به په راتلونکو اونیو کې له دې زندانه خوشې شي او یوازې هغه بندیان به پاتې شي چې په جنګي جرمونو تورن شوي یا محاکمه شوي یا هم چارواکي ګومان کوي چې خوشې کیدل یې ډېر خطرناک دي.