د دولسو نیپالي ساتونکو مړي پرون له کابله نیپال ته انتقال شول. دا کسان د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې چاودنه کې وژل شوي وو.
کله چې دا جسدونه د نیپال د مرکز کټمندو په هوایي ډګر کې ښکته کېدل، د دغه هېواد صدراعظم خادګا پراساد اولي او یو شمېر نور چارواکي هوايي ډګرته د غمرازۍ لپاره ورغلي وو.
د نیپال صدراعظم ژمنه وکړه چې د وژل شوېو کسانو له کورنیو سره به مرستې وشي.
د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په بنایي سیمه کې چاودنې ۱۴ تنه ووژل چې دوه تنه یې د هند وو.