د کابل په ښځینه زندان کې دوه برابره اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي

د افغانستان حکومت د کابل په ښځینه زندان کې د نارینه زندانونو په پرتله دوه برابره اسانتیاوې په نظر کې نیولي دي.

ولسمشراشرف غني د چهارشنبې په ورځ د ښځو د زندانونو د څېړنې د کمېسیون له غړېو سره په ارګ کې د کتنې پر مهال وویل، د دې بندیانو روغتیا، روزنې او ځای ته باید سمه پاملرنه وشي.

د کمېسیون غړېو ولسمشر ته وویل چې د دوسیو تر څېړلو وروسته یو شمېر ښځې د کابل له بادام باغ زندانه خوشې شوي او د ځینو د بند موده راکمه شوه.

ولسمشر وویل چې له عدلي او قضایي ادارو سره په همغږۍ به د خوشې کېدو فرمان پر هغو ښځینه بندیانو تطبیق شي چې واړه جرمونه یې کړي دي او یا هم حامله دي.

اټکل کیږي چې د کابل په بادام باغ زندان کې تر دوه سوه ډیرې بندیانې وي.