د شانګهای د سازمان په غونډه کې به افغانستان د اجنډا په سر کې وي

د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې افغانستان د اجنډا یوه مهمه مسئله ده.

دا دوه ورځنۍ غونډه نن د ازبکستان په مرکز تاشکند کې پرانېستل کیږي.

د ولسمشراشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان ولسمشر به نن د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان مرکز تاشکند ته ولاړ شي او په دې غونډه کې به برخه واخلي."

مینه پال زیاته کړه چې ولسمشر به دې غونډې ته وینا وکړي او په خپله وینا کې به د سیمې پر امنیتي وضعیت، شته ګواښونو او په سیمه کې پر موجودو اقتصادي فرصتونو خبرې وکړي.

تمه ده چې دا ځل هند او پاکستان د دې سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

افغانستان، ایران او منګولیا د اوس لپاره د دې سازمان څارونکي غړي دي.