پوتین پر لار د خنډونو سره-سره چین ته ځي

په داسې حال کې چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د دې اوونۍ په پای کې چین ته ځي، په دواړو هېوادونو کې چارواکو د دې دوو پخوانیو کمونېستو سیالانو ترمنځ غوړیدونکی"ستراتیژیک شراکت" ستایلی دی.

د روسیې او چین تر منځ د امریکا د نړیوالې مخکښۍ د مخنیوي لپاره ګډه لېوالتیا او د پوتین او چینايي مشر شي جینپینګ ترمنځ نژدې شخصي اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تر شا هڅونکی ځواک دی.

روسیې وروسته له هغې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پرې له ځان سره د کریمیا له یوځای کولو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې یو لړ سخت بندیزونه ولګول، له نړیوالو مالي مارکیټونو څخه یې د روسيي لاس لنډ کړ او د عصري ټکنالوژۍ انتقال یې پرې ودراوه د چین سره د اړیکو پیاوړي کولو ته بیا مخه کړه.

مسکو په دې موده کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو له ډلې هم وایستل شو.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د دې لپاره چې لویدیځ ته څرګنده کړي له چین سره اړیکې ورته یو غوره بدیل کیدای شي، پوتین د ۲۰۱۴میلادي کال په مۍ کې چین ته سفر وکړ او له دې هېواد سره یې د څلور سوه میلیارده ډالرو په ارزښت د طبیعي ګازو د یو دیرش کلن تړون په شمول لوی تړونونه لاسلیک کړل.

چین همدا رنګه ژمنه وکړه، د مسکو او د ولګا د سیند د ښار ترمنځ د یو چټک اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لپاره څو میلیارده ډالر پور ورکړي.

د نورو تړونونو تمه هم وه خو ډېر له دې تړونونو څخه د روسي د اقتصادي بې ثباتۍ له کبله له ستونزو سره مخ شول.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د روسیې او چین ترمنځ سوداګري چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې سل میلیارده ډالره وه تېرکال شپیته میلیاردو ډالرو ته راښکته شوه.

په راپور کې د دې کمي دلیل د روسي روبلو د ارزښت کمېدل ښودل شوي چې د تیلو د بیو د راټېټېدو او پر دې هېواد د لویدیځ د بندیزونه له کبله راښکته شول.

د روبل د ارزښت کمېدو چینايي پانګوال ویرولي او د انرژۍ ټیټو بیو ځینې په پام کې نیول شوې پروژې له خنډونو سره مخ کړي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، چینايي بانکونه او کمپنۍ په روسیه کې د خپل کاروبار په اړه زړه نازړه دي، دوی ویره لري چې د روسیې او لویدیځ ترمنځ لا پیچلي کیدونکې اړیکې او پر مسکو د لویدیځ بندیزونه به په نورو ځایونو کې دوی کاروبار اغیزمن کړي.

په دې راپور کې ویل شوي سره له دې چې د روسیې او چین ترمنځ د نژدې اقتصادي همکارۍ لپاره له لېوالتیا ډکې هیلې نه دي عملي شوي دواړو هېوادونو خپلې پوځي اړیکې پیاوړې کړي دي،په دې اړیکو شریک پوځي تمرینات او د توغندېو په دفاعي سیسټمونو تماسونه شامل دي.

چین ته د روسیې د وسلو صادرات چې په نویمه لسیزه کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلي و او بیا په ورپسې لسیزه کې راکم شول، یو وار بیا په دې وروستیو کې زیات شوي دي.

په مسکو کې د چین پخواني سفیر لي فینګلین چې اوس د حکومت په ملاتړ د یو څیړنیز مرکز مشري کوي د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي:

"موږ مشترکې ګټې لرو، په ځانګړي توګه اوس چې د امریکا متحدو ایالتونو پر چین او روسیې دواړو فشار زیات کړی دی."

نوموړې پر مسکو ټینګار کړی چې له چین سره له نژدې همکاري وکړي. د لي فینګلین په وینا ځینې اوس هم په روسیه کې له چین ویره لري او د چین د اغیز په وړاندې د متبادل بیلانس د رامنځ ته کولو په لټه کې دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وايي، یو شمېر روسي پوځي او سیاسي داخلي څیرې د چین زیاتیدونکي ځواک ته په بې باورۍ ګوري.

دوی ویره لري کیدای شي یوه ورځ یې پیاوړی ختیځ ګاونډۍ له دوی سره اصول یوازې په خپله خوښه وټاکي.