ټاکل شوې ده د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین به نن د دغه هېواد د پارلمان (ډوما) اخري عمومي غونډې ته وینا کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې پنځه کلن وخت پای ته رسيږي.
که څه هم نن د بشپړه غونډې اخري ناسته ده، د وکيلانو دوره په سېپتمبر مياشت کې پای ته رسيږي.
په روسيه کې پارلماني انتخابات د ډسمبر په څلورمه ټاکل شوي وو، خو اوس د سېپتمبر اتلسمې نېټې ته رامخکې شوي دي.
په ډوما کې ټولې څلورنيم سوه چوکۍ دي او اوس مهال ۲۳۸ چوکۍ د متحدې روسيې په نوم سياسي ګوند لري چې مشري يې د پوتين د ملاتړي دیمتري مدويدېف له خوا کیږي.
کمونېست ګوند ۹۲ چوکۍ لري. د عادله روسيه په نوم ګوند ۶۴ وکيلان لري او د ولادیمير ژيري نوفسکي ښي اړخي ليبرال ډکومراټ ګوند ۵۶ چوکۍ لري.