امریکا له افغان امنیتي ځواکونو سره مالي مرسته کوي

د امریکا متحدایالات وايي، د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره به په کال کې ۳ ملیارده ډالره مرسته وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد اولسن پرون سې شنبې څرګنده کړه چې دا مرستې به له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ میلادي کاله د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ولګول شي.

رویټرز خبري اژانس وايي، ریچارد اولسن څرګنده کړې چې د امریکا حکومت به له کانګرسه وغواړي چې په همدې موده کې، له افغانستان سره اقتصادي مرستو ته هم د کال یو ملیارده ډالره ځانګړي کړي.