هایسم: د دفاع وزیر او ملي امنیت رئیس د ټاکل کېدو هر کلی وکړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسم د ملي دفاع وزیر او د ملي امنیت رییس د ټاکل کېدو هرکلی وکړ او د ولسي جرګې د دې اقدام ستاینه یې وکړه.

هایسم پرون سې شنبې د ملګرو ملتونو په امنیت شوراکې د افغانستان په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې دا پرمختګ ډېر مهم دی.

هایسم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه، امنیت شورا ته په خپله وروستۍ وینا کې څرګنده کړه چې د افغانانو د راتلونکي په اړه خوشبین دی.