هرات کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښته کې ۲۰ تنه وژل شوي

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي د وسله والو طالبانو ملا هبت الله او ملا محمد رسول ډلو ترمنځ په نښته کې شل تنه وسله وال وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل چې دغه نښته د ادرسکن او پشتون زرغون ولسوالیو ترمنځ سیمه کی شوې ده.

ښاغلي فرهاد وویل چې په دې پېښه کې تر ډېره تلفات د ملا محمد رسول ډلې ته اوښتي دي.

خو تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هرات چارواکي وایې چې دغه نښته دوه ورځې وړاندې پیل شوې وه او نن سهار پای ته ورسېده.