د فواید عامې وزارت د سړک جوړونې د ۳ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان د فواید عامې وزارت د سړک جوړونې د دریو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن د دغو پروژو د قراردادونو د لاسلیک پرمهال وویل حکومت ژمن دی ترڅو د هېواد اقتصادي پراختیا او د خلکو د وضیعت ښه والي لپاره هغه پروژې عملي کړي چې په تیرو کلونو کې نه دي پلي شوي.

د ګردن دېوال د سړک دویمه برخه د میدان وردګو د بهسودو ولسوالۍ له دویمې حصې څخه تر بامیانو پوري، د سمنګان د مرکز ایبک ښار د سړکونو جوړول او له چاریکار څخه تر نعمان لیسې پوري د سړک جوړول پدې پروژو کې شاملیږي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایې د ګردن دېوال سړک د جوړولو کار چې اوږدوالی یې ۶۰ کیلو مټرو ته رسیږي په څه باندي دوه نیمو کلونو کې به بشپړ شي.