د پکتيا نږدې درې سوو اوسیدونکو نن د پاکستان پرضد مظاهره وکړه.
په مظاهره کې يو شمېر دیني علماوو، مدني ټولنو، قومي مخورو او ځوانانو برخه اخېستې وه.
دغو مظاهره کوونکو د پاکستان پرضد شعارونه ورکول او ګواښ یې وکړ چې دوی به په ډېورنډ کرښه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د تاسيساتو جوړولو ته اجازه ورنه کړي.
د مظاهرې یو شمېر نورو ګډون والو وویل، دوی نږدې څلور زره کسيز ګروپ دې ته چمتو کړی چې د پاکستان پرضد جګړه کې برخه واخلي.
په تورخم کې د پاکستان او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته نښتې وشوې چې پاکستانيو ځواکونو غوښتل په دغه سيمه کې يوه دروازه جوړه کړي.