د پکتیا د پټان لار بېرته د سوداګرو پر مخ خلاصه شوه

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي چې د دغه ولایت د پټان لار بیرته د افغان سوداګرو پرمخ خلاصه شوه.

د دغې خونې مشر نصیر عالمیار د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په تورخم کې د ستونزې له امله د پکتیا د پټان لار د څو ورځو لپاره د افغان سوداګرو پرمخ تړل شوې وه.

نوموړي وویل چې له همدې امله افغان سوداګرو ته د ۳۰۰ میلیونو په ارزښت زیان رسېدلی دی.

نصیر عالمیار وايي چې د پکتیا له پټان لارې څخه تازه او وچه میوه نورو هېوادونو ته صادرېږي.