د ایران یو لوړ پوړي پوځي چارواکي وروسته له هغې چې بحرین له یو پیژندل شوي شیعه ملا څخه تابیعت واخېست په دې هېواد کې د وسله وال پاڅون خبرداری ورکړ .
د بحرین د کورنیو چارو وزارت پرون تور پورې کړ چې ایت الله عیسی قاسم د خپل موقیعت نه په استفادې د نورو د ګټو لپاره کار کاوه او د چارواکو په وینا یې فرقه پالنې او تاوتریخوالي ته لمن وهله.
راپورونه وايي چې د دې خبر تر خپرېدو وروسته د ایت الله قاسم زرګونه پلویان د د نوموړي د ملاتړ لپاره د هغه د کور مخې ته راټول شول.
ویل کیږي چې دې ملا په بحرین کې د لا ډېرو سیاسي او مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره د شیعه ګانو د مظاهرو ملاتړ کاوه.
د فارس نیمه دولتي خبري اژانس د ایران د انقلاب ساتونکو(سپاه پاسداران انقلاب) د یو قومندان قاسم سلیماني له خولې وویل: د بحرین حکومت به د خپلې دې پریکړې له ناوړه عواقبو سره مخ شي .
نوموړي ویلي د خلکو عکس العمل کې ښايي وسله وال پاڅون او د سلطنتي کورنۍ له واکه لېرې کول شامل وي .
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د بحرین له حکومته غوښتي چې ټول هغه پلونه دې نه سوزوي چې خلک له حکومت سره وصلوي او د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره دي جدي خبرې اترې پیل کړي.
د بحرین اکثریت وګړي شیعه مذهبه دي خو پر دې هېواد یوه سني سلطنتي کورنۍ واکمنه ده.