په غور کې د یوه پخواني وکیل په ګډون ۵کسان وژل شوي

په غور کې په یوه وسله واله نښته کې د ولایتي شورا د یو پخواني وکیل په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال له غوره په راپور کې وايي چې یوه شخصي نښته کې د ولایتي شورا پخوانی وکیل عبدالقدیر رسولي وژل شوی.

د شهرک ولسوالۍ ولسوال شاه پسند پهلوي ازادي راډیو ته پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې نښته شخصي او خپل منځي وه.

د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډیو سره په ټیلیفوني تماسونو کې دغلته د نورو جګړو او نښتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.