تاپا: رباني دې د وژل شوېو نیپالیانو د جسدونو په لیږد کې مرسته وکړي

د نیپال د بهرنیو چارو وزیر کمال تاپا له خپل افغان سیال غوښتي، په کابل کې د دوشنبې د ورځې په چاودنه کې د وژل شوېو نیپالیانو د جسدونو په انتقال او د ټپیانو په درملنه کې دې مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د دوشنبې په مازیګر د نیپال د بهرنیو چارو له وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې او نوموړې ته یې په کابل کې په دې ځان وژونکي برید کې د څو تنو نیپالي اتباعو په وژل کېدو تسلیت ووایه.

د دوشنبې په ورځ د کابل په بنايي سیمه کې یو ځان وژنکي بریدګر هغه بس ته نږدې خپل موټر وچوه چې د سفارتونو ساتونکي نیپالي قراردادیان یې لیږدول.

په پېښه کې ۱۴ نیپالیان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوې دي.

ښاغلي رباني خپل نیپالي ساري ته ډاډ ورکړی چې افغان حکومت به د نیپالي ټپیانو په درملنه کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.