نۍ: روانه میاشت د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي۱۰پېښې ثبت شوي

نۍ یا د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې مخ په زیاتېدونکي توګه تاوتریخوالی وغانده او هغه یې د اندېښنې وړ وباله.

د دغې ادارې رییس صدیق الله توحیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې په روان جون میاشت کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي۱۰پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"په دغو لسو مواردو کې دوه د خبریالانو قتل، څلور موارده وهل ټکول او څلور هم د خبریالانو تهدیدول دي، دغو ستونزو ته موږ په اندېښنه کې یو، که چېرې په یوه میاشت کې موږ لس موارده ولرو، موږ به د تاوتریخوالي له یو غټ رقم سره مخامخ شو."

ښاغلي توحیدي له حکومته وغوښتل چې د خبریالانو د کورنیو او بهرنیو خبریالانو مصونیت ته دې جدي پام وکړي او کره معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې دې ورسره لازمه مرسته وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خبریالانو سره تاوتریخوالي غندي او ټینګار کوي چې د یادو پېښو عاملین به پیدا او د قانون منګلو ته به یې وسپاري.