د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د کابل ښار د نن سهار په انتحاري حملې کې ۱۴ نیپالي اتباع وژل شوي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دې پېښه کې اته تنه نور ټپیان دي.
دغه حمله نن سهار شپږ بجې د نهمې حوزې اړوند د بنایي په سیمه کې د هغه انتحاري حمله کوونکي له خوا وشوه چې پلی روان و.
بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت همدارنګه تاییدوي چې د کابل ښار چهل ستون په ساحه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی او څلور کسان د کابل د ولایتي شورا غړي په ګډون ټپیان دي.
د دغه وزارت د مسوولانو په وینا د چاودنې هدف د کابل د ولایتي شورا غړی عطاالله فیضاني و.
د یوه بل خبر له مخې د بدخشان د کشم ولسوالۍ په بازار کې د یوې چاودنې له امله اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
بل لور ته د هرات چارواکي وایي چې د ملي اردو یو افسر د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی.