د حکومت اجراییه رییس وایي، د دې هېواد وګړي د ترورېزم، مخدره موادو او تاوتریخوالو قرباني شوي دي.
عبدالله عبدالله نن دا خبرې د پانګونې د نړیوال کمپاين په هغو مراسمو کې وکړې چې د پانګونې د ملاتړ ادارې له لوري په کابل کې جوړ شوي وو.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"موږ پوهیږو چې په خواشینۍ سره په تير کې افغانستان په بېلابېلو نومونو لکه تاریاک، تاوتریخوالی، جګړه، ترورېزم یاد شوی دی، افغانان د دغو نومونو مسحق نه دي خو د دغو ټولو قرباني دي."
ښاغلي عبدالله همدارنګه وویل، په یووالي او کلکې ارادې کولای شو چې وضیعت ته بدلون ورکړو .
تردې وړاندې ولسمشر غني هم ویلي چې افغانستان د سيمې په استازيتوب د ترورېزم قرباني دی او ویلي چې په دې برخه کې باید په ګډه مبارزه وشي.