مینه پال: د ستانکزي او حبیبي بریا به چارې نورې هم تنظیم کړي

جمهوري ریاست وایي، د دفاع د وزیر او د ملي امنیت د رئیس له تائیدیدو سره به په امنیتي برخه کې د پام وړ ښه والی راشي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، ولسي جرګې هم روان امنیتي وضعیت درک کړی و، نو ځکه یې د امنیتي سکتور لوړپوړو چارواکو ته د باور رایه ورکړه.

معصوم ستانکزي د ملي امنیت د رئیس او عبدالله خان د دفاع د وزیر په توګه نن له ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړې.

زمونږ همکار اسدالله لودین له دواخان مینه پال سره مرکه کړې او په سر کې یې لوړپوړو امنیتي چارواکو ته د لسي جرګې دباور رایې د اغیزو په اړه پوښتنه ترې کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

له دواخان مینه پال سره مرکه