یو.ان.اچ.سي.ار: ۲۰۱۵ کې زیات خلک د جګړې له امله بې ځایه شوي

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره "یو.ان.اچ.سي.ار" وايي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په بې ساري ډول زیات خلک د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.

دې ادارې په سوریه او افغانستان کې د جګړې شدت ته په اشاره ویلي، تېر کال څه باندې ۶۵میلیونه کسان د جګړو له امله بې کوره شوي چې هیڅ ساری نه لري.

دا رپوټ وايي، تېر کال په هره دقیقه کې۲۴ تنه چې پهورځ کې یې شمېر۳۴۰۰۰ ته رسیږي، د جګړې له امله بې کوره شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د اروپايي اتحادیې او نورو هېوادونو پر رهبرانو ږغ کړی چې د جګړو د پایته رسولو لپاره هڅې زیاتې کړي.

ملګرو ملتونو همدا راز اروپايي اتحادیې ته چې د کډوالو له بحران سره مخامخ ده، د بهرنیانو پر وړاندې د کرکې او قهر احساس "زینوفوبیا" د زیاتېدو له امله خبرداری ورکړی دی.