بدخشان کې چاودنې ۸ ملکي کسان وژلي

د بدخشان د کشم ولسوالۍ په بازار کې د یوې چاودنې له امله اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د والي ویاند احمد نوید فروتن ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن سهار لس بجې شوې ده.

نوموړي وویل چې دغه انفجاري مواد له مخي په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو.

تراوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.