افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي حکومت ژمن دی څو په هېواد کې سوله تامین او نور افغانان دې ته اړ نشي چې هېواد پریږدي.
ښاغلي غني دا خبرې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډيویې پیغام کې کړي:
"زموږ دولت له هر وخت څخه ډېر د ثبات د تامین او په هېواد کې سوله ییزو شرایطو ته ژمن دی، ترڅو نور له هېواده بهر د هېوادوالو د وتلو شاهدان ونه وسو."
نن د جون شلمه نېټه د کډوالۍ له نړېوالې ورځې سره برابره ده.
نا امني، وزګاري او د اقتصادي ستونزو زیاتېدل هغه عوامل بلل کېږي چې افغانان ناقانونه کډوالیو ته اړ باسي او د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د سختۍ ژوند تېروي.
ویل کېږي چې د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې له ١٢٢زرو څخه ډېر افغانان اروپا ته تللي دي.