د زړو او بې کیفیته غوښو پلورلو زیانونه

ښایي تاسو هم دا خبره راسره ومنئ چې که لس ډوله خواړه هم د خوړلو لپاره چمتو وي خو چې غوښه نه وي نیم ګړي ښکاري.

د بېلابېلو خوړو په شتون کې بیا هم د غوښې ضرورت احساسېږي، بیا میلمنو ته خو یې پخول حتمی وي، خو له بده مرغه په دې وروستیو کې ډیری کسان په قصابیو او بازارکې د غوښې له بې کیفیتي، خرابي او بدمزه ګۍ نه شکایت کوي، وایي دا چې زړې غوښې خوري بېخي یې هغه د غوښې اصلي خوند هیر کړی.

پخوا به د ځینو قصابانو په هکله داسې ویل کېدل چې له غوښې سره هغه څه په خلکو پلوري چې د خوراک نه وي، هډوکي او پلې داسې تېروي چې اخیستونکی یې بیا په کورکې ویني، خو اوس زړې او ورستې غوښې هم په چل خرڅوي دا چې ولې په دې وروستیو کې په قصابیو او بازارکې ورستې او بد خونده غوښې خرڅیږي د شکردرې اوسیدنکې امام الدین یې علت د مسولو کسانو بې پروایي ښي.

Your browser doesn’t support HTML5

کور کلی