رحیمي: په روان کال کې به د ټاپي لومړني چارې بشپړې شي

افغان چارواکي وايي، هرات ولایت ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر له سفر وروسته دوی هیله من دي چې په روان کال کې به د ټاپي د پروژې مقدماتي چارې بشپړې شي.

د هرات والي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مَرَدوف د شنبې په ورځ هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې له ده او د ټاپي د پروژې په اوږدو کې د پرتو دوو نورو ولایتونو فراه او بادغیس له والیانو سره وکتل او د ټاپي د تطبیق د څرنګوالي په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

محمداصف رحیمي د خبرو پر اصلي محراق رڼا واچوله:

"د خبرو محراق د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره چمتووالی دی او هغه کارګران چې په دې پروژه کې به کار کوي- له هراته نیولې تر کندهاره په پراته مسیر کې."

ښاغلي رحیمي هیله څرګنده کړه چې په روان ۲۰۱۶ کال کې به د ټاپي پروژې مقدماتي چارې د دخیلو هېوادونو ترمنځ بشپړې شي.

په دې خبري غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د شنبې په ورځ په هرات کې کتلي و، هرات ولایت او لویدیځ زون د افغانستان د وروستیو اقتصادي فعالیتونو لپاره خورا مهم وباله.