حکمت کرزی په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

په پام کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان د کړکیچنو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ته بلنه ورکړې وه چې د تورخم له جګړې وروسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د کړکیچ د حل په اړه د بحث لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي خو د افغانستان حکومت وپتېیله چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی اسلام اباد ته واستوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې دا پریکړه وروستیو پېښو ته په پام سره شوې ده:

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د افغانستان د دولت رهبرۍ تصمیم ونیوه چې په دې مرحله کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په کچه یو هیات پاکستان ته سفر وکړي.

د دې هیات مشري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلی حکمت خلیل کرزي کوي."

ګومان کیږي چې د افغان او پاکستاني چارواکو په نننیو خبرو کې به د تورخم پر وروستي کړکیچ سربېره د ځینو نورو دوه اړخېزو لانمجنو مسئلو او همدا راز د افغانستان د سولې د بهیرد راتلونکې په اړه هم بحثونه وشي.