افغان سوک وهونکی هلمند الکوزی اتل شو

یوه ځوان افغان سوک وهونکي په چک جمهوریت کې په خپل وزن کې د سوک وهلو اتلولي وګټله.

هلمند الکوزي پرون چکي اتل ییژي یاروش ته په نهو رونډونو کې ماتې ورکړه او په ۶۶ کېلوګرامه وزن کې یې د چک جمهوریت د بوکس اتلولي خپله کړه.

په چک جمهوریت کې مېشت هلمند الکوزي چې د ازادي راډیو د پخواني همکار مرحوم جان اقا الکوزي زوی دی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپل رقیب هغه بوکسر یاد کړ چې تر اوسه‎یې د پروفېشنل لس مسابقې کړې وې او دا د ده درېیمه پروفېشنل لوبه وه.

ښاغلی الکوزی به دغه اتلولي ترهغو پورې له ځان سره لري چې بل کس یې مات کړي.