روسیه د سوريي د عملیاتو په اړه له امریکا سره موافقې ته رسیدلې

روسیه وایي چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره په سوریه کې د پوځي عملیاتو د همغږۍ د ښه کولو لپاره موافقې ته رسیدلې ده.

یوه ورخ مخکې پنټاګون د روسیې پوځ تورن کړی و چې د سوریې په جنوب کې یې د سوریي د اپوزیسون هغه ځواکونه په نښه کړي چې د متحدو ایالتونو له ملاتړه برخمن دي.

د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو د ویډیو کنفرانس له لارې موافقه وکړه چې په سوریه کې به په خپلو کې همغږي ښه کوي.

واشنګټن تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو چې یوه ورځ مخکې په یوه ناڅاپي سفر د سوریې پلازمینې دمشق ته تللی و، د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره یې په خپلو کې د پوځي او فني همکارېو او له "تروریستانو" سره د جګړې پر مسئلو خبرې وکړې.