د سرطان لومړۍ اوونۍ د عدالت غوښتنې په نوم ونومول شوه

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د سرطان د میاشتې لومړۍ اوونۍ تاوتریخوالي ته د عدالت غوښتنې د اوونۍ په نوم ونوموله.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري نن رسنیو سره په خبرو کې له وسله والو مخالفینو هم وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې په برخه کې هڅه وکړي.

د اغلې نظري په وینا له روان لمریز کال له پیله په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۰۰ قضیې ثبت شوي دي.

د نوموړي په وینا دغه تاوتریخوالی تر ډېره د ښځو پر وړاندې په هرات، تخار، بغلان، دایکندي او غور ولایتونو کې لیدل شوي دي.