انګلستان د حرکت له ادارې سره ۱۵ میلیونه پونډه مرسته وکړه

انګلستان په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپیریال د رامنځته کېدو په هدف د حرکت له ادارې سره ۱۵ میلیونه پونډه مرسته وکړه.

د افغانستان مالیې وزیر نن په کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې یاده مرسته به د ملي بودجې له لارې د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې ولګول شي.

د یادونې وړ ده چې د حرکت پروژه په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د انګلستان په مالي مرسته په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ په هدف پیل شوه چې د انګلستان د تازه مرستې له مخې یې چارې تر ۲۰۲۲ میلادې کاله پورې تمدید شوې.