مسلمیار: حکومت پر ډیورنډ کرښه له پاکستان سره معامله نه کوي

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وايي چې افغان حکومت به له پاکستان سره په ډیورند کرښه هیڅ ډول معامله ونه کړي.

فضل هادي مسلمیار د مشرانو جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې له حکومت نه وغوښتل چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو نتیجه له خلکو سره شریکه کړي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"زه انشالله تاسې ته ډاډ درکوم چې نه مرکزي حکومت او نه به کوم مقام پیدا شي چې په ډیورنډ کرښه معامله وکړي، هرڅوک چې په دې برخه احساس لري احساس یې د قدر وړ دی."

په ورته وخت کې ډېری سناتوران وايي چې حکومت باید د پاکستان په وړاندې خپل بهرنی سیاست روښانه کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې سبا دوشنبې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی د تورخم د موضوع په اړه د خبرو په هدف اسلام اباد ته ولاړ شي.