د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د ۳۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت اوه قراردادونه تائید شول.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې د هرات، کندهار، مزار شریف او حامد کرزي نړیوال هوایي ډګرونو د امنیتي خدماتو د پروژو تمدید په دغو قراردادونو کې شامل دي.
د ملي اردو د جزوتامونو او قطعاتو لپاره د برېښنا برابرول، په کابل کې د رواني ستونزو خدمات رامنځ ته کول نورې هغه پروژې دي چې د لاسلیک شوو قراردادونو له مخې کار پرې کیږي.
جمهور رئیس غني په یادو پروژو د بحث پر مهال څرګنده کړه، د تدارکاتو بهیر او د قراردادونو په ورکړه کې قانوني معیارونه، اقتصادي بیه، کیفیت او شفافیت مطرح دي او د قراردادونو انحصار د منلو وړ نه دی.