د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د شاوخوا ۷۸ زرو ډيپلومونو کار بشپړ شوی او دغه وزارت ته رسیدلي دي.
د یاد وزارت ویاند فیصل امین نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ډیپلومونه په جرمني کې چاپ شوي دي.
ښاغلي امین وویل چې دغه ډیپلومونه د یوځانګړي مېکانیزم له مخې ویشل کېږي چې ورنه ناوړه استفاده ونه شي.
ښاغلي امین زیاته کړه:
"مهمترین مسئله د لوړو زده کړو وزارت ته هغه مېکانېزم دی چې باید یو ښه مطلوب مېکانېزم ولرو ځکه چې پخوا په دې برخه کې جعل شوی دی. دې موضوع باندې کار روان دی چې خلاص شي نو ډېر ژر توزیع کېږي."
د لوړو زده کړو وزارت ویاند وویل چې دغه ۷۸ زره ډیپلومونه شپاړلس ځانګړي کوډونه لري تر څو هیڅ ډول جعل کاري په کې ونه شي.
د لوړو زده کړو د وزارت د معلوماتو له مخې د ټولو چاپ شوېو ډیپلومونو شمېر یو میلیونو ته رسیږي.