امین: په نوي تحصيلي ډيپلومونو کې د جعل مخه نیول شوې

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ډاډ ورکوي چې په نوي تحصيلي ډيپلومونو کې په بشپړه توګه د جعل مخه نیول شوې ده.

د دغه وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د لوړو زده کړو په خصوصي پوهنتونونو او موسسو کې په ښه توګه د ډيپلومونو د وېش په هدف پر يوه مېکانېزم کار روان دى.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې په جرمني کې له یو میلیون چاپ شوېو ډپيلومونو څخه۸۰ زره یې دغه وزارت ته سپارل شوي.

د ازادي راډيو خبریالې ناجیې ساپۍ د لوړو زده کړو وزارت له ویاند فیصل امین سره مرکه کړې او په سر کې د دغو ډیپلومونو د جزیاتو په اړه پوښتلي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

له فیصل امین سره مرکه