د روسیې دفاع وزیر په یو ناڅاپي سفر سوریې ته رسېدلی

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په یوناڅاپي سفر د سوریې مرکز دمشق ته رسیدلی دی. نوموړي دغلته د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره لیدلي دي.

د سوریې دولتي تلویزون خبر ورکړ چې دواړو لورېو خپلو کې د پوځي او فني همکارېو او له ”تروریستانو“ سره د جګړې پر مسئلو خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک تېره ورځ وویل چې امریکايي پوځي چارواکو له روسیي چارواکو سره د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د التناف په پوځي اډه کې پر هغو ځواکونو د برید په اړه اندېښنه ښودلې چې نړیوال ایتلاف یې ملاتړ کوي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، روسي الوتکو د پنجشنبې په ورځ پر هغو ځواکونو چې په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد د جګړې د همغږۍ لپاره راټول شوي وو حمله کړې ده.

مسکو د بشار الاسد د رژیم مهم ملاتړی دی .