په فاریاب کې درې تنو ژورنالېستانو د دې ولایت د پوهنتون په انګړ کې د "همدلۍ د دسترخوان" په نوم د روژه ماتې دسترخوان هوار کړ.
دې ژورنالېستانو ویلي، له دې کاره یې هدف د ځوانانو په ځانګړي توګه د هغو محصلانو ترمنځ چې له بېلابېلو ولایتونو څخه په دې پوهنتون کې درس وايي، د صمیمیت د فضا رامنځ ته کول، د تعصب سره مبارزه او د یو بل زغم ته وده ورکول دي.
د فاریاب والي سید انور سادات، د پوهنتون استادان، دیني عالمان او د درې سوو په شاوخوا کې محصلان پرون پر دې دسترخوان سره د روژه ماتې لپاره راټول شوي وو.