راپورونه وايي چې د حکومت مخالفو وسله والو په غور ولایت کې د پوهنې د ریاست د دوو کارکونکو په شمول څلور ملکي کسان تښتولي دي.
د غور د پوهنې ریس صبغت الله اکبري له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ.
ښاغلي اکبري ویلي، دا کسان د غلمین د سیمې اوسیدونکې دي او هغه مهال د وسله والو له خوا وتښتول شول چې دوی غوښتل د غور مرکز ته ولاړ شي.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دا کسان کومې ډلې او ولې تښتولي؟