دوستم: له ۵ زرو سرتېرو سره تورخم ته ځم

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، چمتو دی چې له پنځه زرو سرتیرو سره د پاکستاني پوځیانو د ځواب لپاره تورخم ته ولاړ شي.

ښاغلي دوستم دا څرګندونې په شبرغان کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وکړې او زیاته یې کړه:

"په تورخم کې پاکستاني ځواکونو زموږ یو د پولیسو افسر شهید کړی او څو نور افغان سرتیري ټپیان شوي دي. زه له همدې ځایه غواړم چېپنځه زره سرتیري راټول کړم ، خلک هم راټول کړم، بیا کرار نه کینو، د سرتېرو د برابرولو په برخه کې هیڅ ستونزه نه لرو."

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په تورخم کې له څو ورځو جګړې او لاربندۍ وروسته اوس دا لاره د ترافیکو او هغو افغانانو پر مخ چې د پاکستان ویزه ولري پرانېستې ده.

البته له ویزې پرته افغانانو ته لاهم له دې دروازې د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي.

افغان حکومت ټینګار کوي چې غواړي د ډیپلوماټیکو لارو دا ستونزه هواره کړي.

دغلته د پاکستاني لوري له خوا د یوې دراوزې جوړول چې د افغان چارواکو په وینا په صفري نقطه کې وه د شخړې د راپورته کېدو سبب شوه.