زرمتۍ: روان کال کې انتخابات نشې تر سره کېدای

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا وویل چې په روان کال کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات نه شي ترسره کېدلی.

د دغه کمېسیون یوې کمیشنرې شریفي زرمتۍ نن ازادي راډیو ته وویل له پلان سره سم د انتخاباتو عملیاتي چارې باید له انتخاباتو یوکال وړاندې پيل شي.

د هغې په وینا که چېرې انتخابات له ټاکلي وخت سره سم هم وشي نو شفافیت به ونه لري:

"په ۱۳۹۵ کې انتخابات ناممکنه دي، د دې لپاره چې انتخابات تدابیر لري، عملیاتي پلان ورته جوړیږي، اما د دې د تطبیق لپاره له شپږ میاشتو نیولې تر یو کال وخت غواړي چې دا پلان عملي بڼه خپله کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان حکومت ویلي د ولسي جرګې او د ولسوالیود شوراګانو د انتخاباتو لپاره یې چې ټاکل شوې د روان کال دمیزان په۲۴ مه وشي، لس ملیونه ډالره ځانګړي کړي دي.