سویډن ښايي ورغلی بوسنیايي سړی بېرته اخراج کړي

سويډني چارواکي وايي دوی ښايي يو بوسنيايي سړى چې په سويډن کې يې د پناه غوښتنه کړې وه، له دې هېواده اخراج کړي.

پر دې سړي شک کېږي چې له اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش سره اړيکې لري.

د سويډن د کډوالو ادارې چارواکو پرون وويل چې دغه شپږ څلوېښت کلن سړي ته چې نوم يې نه دى ياد شوى، د يوه جدي امنيتي خطر په سترګه کتل کېږي او د اروپايي ټولنې د ملي امنيت په ډېټابېس کې دى د فرانسې له خوا تثبيت شوى دى.

په سويډن کې د بوسنيايانو د پناه غوښتنې درخواستونه په سيستماټيک ډول ردېږي.

بوسنيا او هرزګوينا چې د اروپايي ټولنې غړيتوب ته کانديد دى، د اروپايي ټولنې زياتو غړو ته خوندي ځاى ګڼل کېږي.

د سويډن سيدس وينس کان ورځپانه او نور خبري اژانسونه وايي چې دغه سړي له داعش ډلې سره اړيکې لرلې.

دغه سړى له خپلو څلورو ماشومانو سره د دوشنبې په ورځ په الوتکه کې له بوسنيا د سويډن مالمو ته رسېدلى دى.