د غزني لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د غزني ولایت لپاره د وسله والوطالبانو نومول شوی والي له دریو ملګرو سره وژل شوی دی.

له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ملاقاسم او ملګري یې د اب بند ولسوالۍ په پاینده خیلو کلي کې په یوه هوايي حمله کې وژل شوی.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي یادو کسانو په غزني کې په وسله والو حملو کې لاس درلود او له وژلو سره به یې په سیمه کې امنیتي وضعیت یو څه ښه شي.

بل لورته، د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د سرخ کوتل سیمه یې له وسله والو بېرته نیولې ده.

د بغلان والي عبدالستار بارز ازادي راډیو ته ویل چې په جګړه کې پنځلس وسله والو طالبان وژل شوي او پنځه ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله ددې دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.