ایټالیا فوټبال لوبډلې سویډن ته ماتې ورکړه

د اروپا د فوټبال جام لوبو په ترڅ کې پرون درې لوبې وشوې، ایتالیا د سویډن په وړاندې یو د صفر په وړاندې بریالی شو.

اسپانیا درې صفر ترکیې ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې چک جمهوریت له کرویشا سره دوه د دوو په مقابل کې مساوي شو.

نن به د اروپا د فوټبال جام لوبو په ترڅ کې بلجیم له ایرلنډ سره، ایسلنډ له هنګري سره او پرتګال له اُتریش سره مسابقه وکړي.