بریتانیا د کاکس د وژلو په تور یو تن تورن کړ

د بریتانیا پولیس وایي چې دوی د پارلمان د غړې جو کاکس د وژلو په تور یو کس تورن کړ.

کاکس د دې پلوي کوله چې بریتانیا په اروپایي ټولنه کې پاتې شي.

پر دې د جون په شپاړسمه د انګلستان په شمال کې لیډز سیمې ته نژدې په چاړه حمله وشوه.

عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي همدا نارې وهلې چې بریتانیا دې لومړۍ وي.

پولیسو پرون وویل چې ۵۲ کلن توماس میر د ۴۱ کلنې جو کاکس پر وژنه تورن پیژندل شوی دی.

توماس میر د پیښې ځای ته نژدې ونیول شو او نن به محکمې ته حاضر شي.