د افغانستان د حکومت یو پلاوی به د روسي وسلو اوجنګي هليکوپټرو د ترلاسه کولو لپاره په مسکو کې له چارواکو سره خبرې پيل کړي.
د روسیې خبري اژانس انټرفکس په حواله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ویلي چې له روسانو سره یې مثبتې خبرې کړې دي.
کرزي پرون جمعه له انټرفکس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې روسانو ته یې د خپلو غوښتنو لست سپارلی دي.
ښاغلي کرزي څرګنده کړې چې یو پلاوی به یې په جولای کې مسکو ته ولاړ شي او له روسانو به د جنګي هليکوپټرو او وسلو د غوښتنې په اړه خبرې وکړي.
د کرزي په وینا، تر اوسه دا پرېکړه نه ده شوې چې روسیه بلاعوضه مرسته کوي که يې پيسې غواړي خو ټینګار یې کړی چې افغان لوری د مرستې په تمه دی.