د ایران د خبري رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د انقلاب ساتونکو او کردي وسله والو ترمنځ د عراق سرحد ته نږدې نښته کې ۱۲ کرد وسله وال او د ایران د انقلاب ساتونکو درې سرتېري وژل شوي دي.
ایراني رسنۍ وایي چې کردي وسله وال د ایران په شمال لویدیځ کې د اشناویه سیمې ته د عراق له سرحدي سیمې ور اوښتي او هلته د ایران د انقلاب ساتونکو سره مخامخ شوې دي.
د ایران د پولیسو افسر جنرال حسین اشتري څرګنده کړې چې وسله وال د کردستان د ازاد ژوند له ګوند او هغې ایراني کردي ډلې سره تړلي چې د ترکیې د کردستان د کارګر ګوند سره نږدې اړیکې لري.
اشتري ویلي چې له دې وسله والو څخه یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات نیول شوي.
د ایران د کردستان د ډیموکراټ ګوند غړي محمد نظیف قادري اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې وسله وال د دوی په ګوند پورې تړلې کسان وو.