د هندوستان نظامي چارواکي وايي په هندي کشمیر کې روانه اونۍ کې په دوو جلا نښتو کې پنځه وسله وال او دوه هندي سرتېري وژل شوي دي.
د هندوستان د یو پوځي چارواکي په وینا، د پنجشنبې په ورځ له هغو وسله والو سره په سخته جګړه کې چې د پولې له اغاړې پاکستاني خاورې څخه کشمیر ته داخل شوي وو څلور وسله وال او یو هندی سرتېری وژل شوی.
په یوه بله نښته کې چې تر دې یوه ورځ مخکې شوې وه، یو وسله وال او یو هندي سرتېری وژل شوی او څلور نور سرتېري ټپیان شوي وو.
کشمیر د پاکستان او هند ترمنځ ویشل شوی خو دواړه لورې د ټول کشمیر د ملکیت ادعا لري.
کشمیري وسله وال غواړي چې دا سیمه دې د پاکستان برخه او یا هم خپلواکه و اوسي.
د هند تر ولکي لاندې کشمیر کې په پاڅونونو او دغلته د هندي پوځ او وسله والو ترمنځ نښتو کې تر اته شپیتو زرو زیات کسان وژل شوي.
هندوستان پر پاکستان پړه اچوي چې کشمیري وسله والو ته روزنه ورکوي خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.